کندهار: د پوليسو خپلمنخي شخړې له امله يو تن وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۱۲) الماس خدرخېل

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د پوليسو تر منځ په يوه لفظي شخړه کې د ډزو له امله پوليس وژل شوی دی.

د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ وياند ضيا دراني رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې پېښه نن سهار مهال د ښار د درېيمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.

دراني زياته کړه، وژل شوی پوليس ملا نظام الدين نومېږي او په وينا يې د يادې پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړي دي.

بل پلو يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د هلمند ولايت مرکز په  لښکرګاه ښار دويمه امنيتي حوزه کې يوه پوليس خپل ۱۱ تنه ملګري ووژل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button