سمنګان: د ډبرو سکرو کان کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۱۲) صابرخپلواک

د سمنګان سيمه ييز چارواکي وايي چې د دې ولايت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کې د دوو کان کيندونکو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوال احمد علي رسنیو ته ویلي، چې څه باندې ٢٠ کان کېندونکي پرون مازديګر د ولسوالۍ د دهانه تور کان يوې استخراجي سمڅې ته ننوتلي او په استخراج بوخت وو چې د سمڅې سر را لوېدلى او له امله يې يو کان کېندونکى وژل شوى او يو بل ژوبل دى.

هغه زياته کړه، مړى او دواړه ټپيان د نورو کان کيندونکو په مرسته له سمڅې را ايستل شوي او کورنۍ ته يې تسليم شوي دي، ټپي کارګر د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button