راتلونکې دوبې به بیا تود وي؟

لاروی
د نړۍ په کچه ساینسپوهان دا هڅه کوي چې د مخه په یوه موضوع وړاندوینه وکړي او د خپلو تجربوپه اساس ېې هغه وړاندوینه نړیوالو ته رښتینې ثابته شي چې په دې اړه یوشمیر ساینسپوهان په نوموتو سایسنپوهانو کې شمیرل شوي دي.
مو ږد خپلې عقیدې له مخې پدې پوهیږو چې په راتلونکې بې له الله نورهیڅ یوطاقت علم نه لري او نه ېې لرلای شي که ېې لرلای نو په نړۍ کې به تیرو فیلسوفانو،طبیبانو او ساینسدا نانو دځانونوپه اړه دخپلې ګټې په خاطر یوڅه کړي وای، یاکه په درملنه وای نو حکیم لقمان به نه ناروغه اونه به مړکیده خوداچې هرڅه د کايناتو درب په واک کې دي انسان هیڅ نه شي کولای.
ځنې پوهان بیاوایی الله خپل بنده ته دومره علم ورکړی چې د خپل ژوند په اړه پرې د ښو او بدو توپیر وکړي ځکه خو یوشمیر ساینسدانانو دتیریوڅه ګرم ژمي په حواله ویلي چې راتلونکې دوبی به سخت تود او ګرم وي اوهم به دغرمی لمر د تودوخې درجه لوړه وساتي.
د۲۰۱۶کال په اړه هم ساینسدانانو خبر ورکړی وو چې روان کال به ېې تود وي خودیوه کال په تیریدو سره انسان ته هغه دتیرکال ګرمي بیا نه وریادیږي ، که راتلونکې کال په دي دلیل ګرم اوتود راشی چې د ژمي لومړیو میاشتو کې بارانونه ونه شول نو په اخرکې خو یوڅه واورې وشوي اوبیاهم ساسندانان دراتلونکی ګرم دوبي خبر ورکوي خو دراتلونکې معلومات دهغه چاسره دي چې زموږ دژوند واک ورسره دی.



