(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ کب ۲۰) محمد طاهر
د بادغیس ولایت نه په یو رارسیدلي خبر کې ویل شوي دي چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په جرګله ګاو سیمه کې د یوې پوستې ۵ پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.
د ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند د کب په ۲۰ رسنیو ته ویلي، دغه پولیس تیره شپه یوه بجه له خپلو وسلو سره وسله والو طالبانو سره یو ځاي شوي.
هغه زیاته کړه چې د غه پولیس د باغیس د بالامرغاب او جوند ولسوالیو اوسېدونکي دي چې له څو کلونو راهیسې یې په یادو ولسواليو کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.
ظاهر بهاند وویل، چې په خالي شوي پوسته کې نور پولیس ځای پر ځای شوي او د تسلیم شو پولیسو په اړه پلټنې روایې دي.


















