(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب۲۰) محمد طاهر
د روسې تاس او انټرفیکس اژانسونه وايې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن په مسکو کې له خپل سیال سره وګوري، دواړه مشران به د عراق او شام په روانو حالتو، د اقتصاد او توانايې په برخه کې اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد جګړې په اړه به وغږیږي.
رپورټونه وايي، په دې ليدنه کې به د ۲۰۱۶م کال د ډېسمبر پر ۱۹مه نېټه په ترکیې کې د روسي سفیر اندرې کارلوف د وژنې پر پلټنو هم خبرې کېږي.
اردغان پر داسې مهال روسیې ته په سفر دی چې د ناټو له متحدینو او له اروپايي ټولنې سره یې اړیکې زیاتې خرابې شوی دی. پر طیب اردغان تر هغه وروسته جرمن چارواکو نيوکې کړې وې چې نوموړي برلين د نازي اعمالو په تر سره کولو تورن کړی و. نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې وې چې د جرمني په ځينو ښارونو کې د ترک حکومت د وزيرانو لخوا پلان شوي لاريونونه د جرمن چارواکو لخوا منسوخ کړل شول. د دې لاريونونو موخه دا وه چې په اروپا کې استوګنو ترک وګړو کې د هغه ټولپوښتنې په اړه پوهاوی او ملاتړ پيدا کړل شي چې له مخې يې اردغان د لا زيات واک څښتن کېدلای شي. پر دې اقدام زياترو لويديځو هېوادونو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا به ولسمشر ته ډېر زيات واک ورکړي.
د روسیې ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف د پنجشبنې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د اردغان او پوتین د خبرو اېجنډا به مفصله وي. ده زیاته کړه چې دا تر ((بحراني حالت وروسته)) د دواړو هېوادونو د ((اړیکو بیا عادي کولو بهیر)) دی.
د تر کیې او روسیې اړیکې هغه وخت خرابې شوې چې کله د ۲۰۱۵م کال په نومبر میاشت کې ترک جېټ الوتکو د شام له پولې سره نږدې یوه روسۍ جنګي الوتکه هغه وخت رانسکوره کړه چې د دوی خاورې ته ور اوښتې وه.
خو اوس ترکیه او روسیه دواړه په یوبل کې د ګټو لیدلو په خاطر سره یو شوي دي.


















