ملګري ملتونه: د افغانستان امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوی

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوی او د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې چې په ۲۰۱۶ کې لوړې کچې ته رسېدلې وې په ۱۷ کال کې کې به هم دوام وکړي.
ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، په تېر کال کې ۲۴۰۰ امنيتي پېښې ثبت شوې وې، چې دا د ۲۰۱۵ په پرتله پنځه سلنه ډېروالی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اسلامي دولت په نوم داعش ډله په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایت کې لا هم شته او د کابل پر سردارمحمد داوود خان روغتون د بريد مسئوليت يې هم په غاړه واخيست چې پکې لږ ترلږه اويا کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په راپور کې ويل شوي، چې د دې پېښو ۵۰ سلنه يې په پنځو ختيځو ولايتونو کې رامنځته شوې او په خبره يې چې د طالبانو جنګي فعاليتونه په شمال ختيځ کې هم پراخه شوي دي.
راپور زياتوي، چې افغان ځواکونه د عملياتي وړتيا تر څنګ لا هم د پام وړ ننګونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر ټايمزاف انډيا ورځپاڼې ته په يوه مرکه کې ويلي، چې دښمن يې تر هغه وخته درې برابره زیات دی، چې دوی له ۲۰۰۹تر ۲۰۱۴ورسره په جګړه ښکېل و او په وينا يې چې هغه مهال افغان ځواکونو له ځان سره د ۱۵۰ زرو نړيوالو ځواکونو ملاتړ درلود.
تېره ورځ د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر جوزف ووټل له سنا وغوښتل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمير زيات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس وايي، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زياتولو يا نه زياتولو په اړه به ژر پرېکړه وکړي.



