ننګرهار: غني خېلو کې پوليسو او وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵کب ۲۲) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته وسلوال بريد کړی، چې له امله يې ۴ تنه پوليس او اووه وسلوال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې بريد تېره شپه ۱۱ بجې د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار سيمه کې د وسلوالو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ رامنځته شوی دی.
خوږياڼی وايي، په دغه بريد کې اووه وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
پل پلو د غني خېلو ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې په ياده نښته کې ۴ سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په دغه پوسته کې څلور سيمه ييزو پوليس ول چې ټول وژل شوي دي.
هغه دا هم وويل چې د بريد پر مهال سرحدي پوليسو او ملي اردو ځواکونو هم د سيمه ييزو پوليسو ملاتړ کړی او هغوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې په سيمه کې په سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو د دې ډول بريدونو مسئوليت وسلوالو طالبانو منلی دی.



