تجربه شوي کسان مو بیا ولي واکمن کړه؟؟؟

لیکوال : فضل الرحمن آغا

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې ‘د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت ‘ په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړی او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله صالح یې د وزیر په توګه ورته ټاکلی دی. له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت دنده به د پوځ او پولیسو د لوړپوړو افسرانو ګومارنه او ترفیع چارو کې ولسمشر ته مشوره ورکول وي. د ولسمشر په فرمان کې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتل شوي، چې د اصلاحاتو لړ کې د د دولت له وزیر سره هر اړخیزه مرسته وکړي. امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له دندې استعفا وکړه او د ‘زرغون بهیر ‘ په نوم یې یو مرکز جوړ کړ. بل لور ته تر شپږو میاشتو انتظار وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نوي مشر خپله دنده پیل کړه. پر دغه دنده د نادر نادري د ټاکلو حکم د روان لمریز کال په زمري میاشت کې د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی و، چې هغه وخت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مخالفت له امله پلی نه شو. خو پرون پخپله عبدالله عبدالله د ښاغلي نادري د معرفي لپاره اداري اصلاحاتو ته ورغلی و.
نوچې کله امرالله صالح د حامد کرزي په وخت کې داستخباراتو مشروو دپښتنو سره ډېر سخت ټکر وو ، ټول زندانونه یې د بې ګناه پښتنو نه ډک کړه ،چې دبندي کولو سربېره به یې ډېر ظلم هم ورسره کوي، یو وخت یو نفر په فیسبوک کې لیکلې وو ، چونکه دهغه نوم مي هم دیاده وتلي دي هغه لیکلي ، چې یوه پښتون دخپل زندان کیسه کول ، چې زه دطالب په تور ونیول شوم بیا کابل کې امر الله صالح ته یووړل سوم نو هلته یې ماته ډېره غټه سزا راکړه کله به یو څه کسان راغله ماته به یې وویل پښتون یې بیابه یې وویل طالب هم یې بیابه یې وهل راباندي شروع کړه چې راته ویل به یې زموږد شمالیانو دوښمن یې.
وروسته به بله ډله راغله چې زموږ دقهرمان دوشمنان یاست ډبول به یې راکړه احمدشاه مسعود به یې راته یادولو.
نو وګوره د پښتنو سره دغه روان دي اوتاسو فکر وکړی چې افغانستان په اصل کې دچا دي اوبل هغوي دانه وائې چې داطالب دي هغوي دا وائې چې دا پښتون دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button