ارګ د واک په انحصار کېدو هڅه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۲) محمد طاهر

یو شمیر د سیاسي چارو کارپوهان او د نظر خاوندان په ګډ حکومت نیوکه کوي، چې ارګ د واک په انحصار او دوامداره کېدو هڅه کې دی، او د کړو هوکړو نه عملي کیدل او نمایشي څوکۍ د بیلګې په توګه دي.

د چارو کارپوهان وايي، د ګډ حکومت له پيله یې د ګمارنو په برخه کې هم ځانګړې څوکۍ جوړې کړې چې لومړۍ یې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ځانګړي استازي او وروستۍ هغه یې د امرالله صالح وه.

د چارو کار پوه حمیدالله هوتک وايي (( یو شمېر کړۍ او افراد د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره په حکومت فشار راوړي چې ګنې موازي اداره به جوړوي خو دغه فشارونه یوازې او یوازې د امتیاز اخیستو لپاره دي افغان ولسمشر هم اړ کېږي، چې دوی ته د دولت په دننه چوکاټ کې برخه ورکړي))

د یادونې وړ ده، امرالله صالح څو ورځې وړاندې پخپله فیسبوک پاڼه کې له ګډ حکومت نه ګیله کړې وه، چې نوې څوکې ته د ګومارنې يې شل ورځې تیرې شوي خو تر اوسه ارګ هیڅ هم نه دې ویلي.

د شنونکو په باور له دې لارې حکومت غواړي چې واک انحصار او بقا یی وغځوي.

ټولې خواوې له شوو هوکړو او څوکیو ناراضه دي، ستونزه په ولسمشر کې ده که مقابل لوري کې؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button