ماته د خوړلو اجازه شته او تاسو ته نشته !!!!

لاروی
مونږ د خپلو کورونو تر څنګ په دیره کښی ناست وو.
له پاسه یو لاروی راغی د ونې ډډ ته یې ډډه ولګوله له ملا نه یې ډوډۍ خلاصه کړله او څه شې سره یې په خوند خوند خوړله.
مونږ تږي وږي وو، هغه ځان موړ کړ او یخې اوبه یې وڅکلې.
مونږ روژه وو، هغه بوزه وو، ځکه چې په مسافرو باندې روژي نشته.
لاروي وویل، ماته د خوړلو اجازه شته او تاسو ته نشته.
ماته خدای خواړه او اوبه روا کړیدی په تاسو یې ایسار کړی دي.
دا د خدای قانون دی، ددې قانون په رمز او معنی ځان پوهول په کار دي.
د خدای کارونه بی حکمته نه دي، تاسې ددغه عملې تعلیم په اصلی معنی ښه فکر وکړۍ!
تاسې ولې وږي یاست او زه ولې موړ یم؟
زه په کار او مقصد پسې روان یم او تاسې ځای په ځای پراته یاست.
ستاسې حرکت لنډ دی ځکه یې وږې کړی یئ.
تاسې د خدای قانون منلی دی خو پوه شوي پري نه یاست.
زه راوګرځیدم چې تاسې په دغه راز پوه کړم او له لوږې نجات ومومئ.
پاڅیږی، روان شئ او لرې ځای په نظر کښې ونیسئ.
لوږه او تنده په توقف او سکون کښې ده په حرکت کښې نشته.
د ګل پاچا الفت له غوره نثرونو له کتاب څخه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button