(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۴) محمد طاهر
د امریکا او شمالي کوریا تر منځ ترینګلي حالت ورځ تر بلې حساس پړاو ته ځې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شمالي کوریا دا ځل رسما ګواښلې ده.
ډونلډ ټرمپ له فنینشیل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چین دې په شمالي کوریا فشار راوړي چې له اټومې ازمیښتونو لاس په سرشي او د ګواښونکې فعالیتونو نه دې لاس واخلي.
نوموړي وویل، چین په اسانه کولای شې چې شمالي کوریا کابو کړي ، خو که چین دا کار ونه کړې، نو امریکا مجبوره ده چې خپله د دې هیواد مخه ونیسې.
خو د شمالي کوریا لوړپوړو چارواکو ددغه هیواد ورځپاڼې ته ویلې، له امریکا سره د هر ډول جګړې لپاره پوره چمتوالی لري.
د چارواکو په وینا امریکا جنوبي کوریا کې د دوی پر ضد د توغندیو د بې کاره کولو سیستم نصب کړی، او جنوبي کوریا سره يې ګډ نظامي تمرینات یې پیل کړي، دغه تمرینات ډیر په شدت سره روان دي، چې دا د شمالي کوریا لپاره ښکاره ګواښ دی.
تر دې وړاندې هم شمالي کوریا ویلي و، چې پر امریکا به د فشارونو د ډيرېدو په صورت کې اټومي بریدونه وکړي.
















