ترتیب: احمد جنید مبارز
د تفسير عالمانو د مکي او مدني سورتونو پلټنه وکړه چي په پایله او نتيجه کي يې ځيني داسي خصوصيات او ځانګړتياوي بیان کړې چي د هغو په واسطه په لومړي ځل ليدلو سره دا معلومېدای سي چي دا سورة مکي او دا مدني دی، په دې کي ځيني داسي خصوصيات د قاعدې کُلي حيثیت لري او ځيني يې د قاعدې اکثريې.
قواعد کلیه دادي:
۱: هر هغه سورة چي پکي ” کَلَّا ” راغلی وي هغه مکي دی او دا الفاظ په پنځلس سورتونو کي ۳۳ ځله استعمال سوي دي او دا ټول آیاتونه د قران کريم په اخري حصه کي دي.
۲: هر هغه سورة چي په هغه کي( د حنفي مسلک مطابق ) د سجدې ايت راغلی وي هغه مکي دی.
۳: د سورة بقره څخه پرته چي په کوم سورة کي د آدم علیه السلام او د ابلیس واقعه (قیصه) بیان سوې وي هغه مکي دی.
۴: هر هغه سورة چي په هغه کي د جهاد اجازه او د هغه احکام بیان سوي وي هغه مدني دی.
دا لاندي خصوصیات عمومي او اکثر دي هغه کله ـ کله ددې خلاف هم راتلای سي، خو اکثره دغه شان وي (یعني دا قاعده کلیه نه ده بلکه قاعده اکثريه ده).
۱: په عام ډول په مکي سورتونو کي په ” يَا اَيُّهَاالنَّاسُ ” الفاظو باندي خطاب سوی وي او په مدني سورتونو کي په ” يَااَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا ” الفاظو سره خطاب سوی وي.
۲: مکي آياتونه او سورتونه عموماً کوچني ـ کوچني او مختصر وي او مدني آياتونه او سورتونه اوږده او تفصيلي وي.
۳: مکي سورتونه ډېر د توحيد، رسالت او د آخرت په اثبات، د حشر او نشر په انځورولو (منظرکشي)، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د صبر او تسليت د تلقين او د مخکنیو اُمتونو د واقعاتو او قیصو څخه ډک دي او په دې کي احکام او قوانين کم بیان سوي دي، خو په مدني سورتونو کي خانداني او تمدني قوانين، د جهاد او قتال احکام، حدود او فرائض بیان سوي دي.
۴: په مکي سورتونو کي زیاته مقابله له بت پرستانو سره سوې ده او په مدني سورتونو کي زیاته مقابله له اهل کتابو او منافقينو سره سوې ده.
۵: د مکي سورتونو بیان زيات د شکوې دی او په هغو کي زیات استعارات، تشبهات او تمثيلات دي او د الفاظو ذخيره يې ډېره پراخه ده، خو ددې په مقابل کي د مدني سورتونو بیان نسبتاً ساده دی.
تخریخ:
[مقدمه/ شیخ الاسلام محمدتقي عثماني/ ص ۱۶ ۱۷]

















