(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۴) الماس خدرخېل
د وسله والو طالبانو په بريد کې د پکتيکا د ملي امنيت مرستيال او د دغه ادارې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
د پکتيکا امنيه قومندان جنرال خليل ضيايي په وينا، پر نوموړي باندې د غزني د اندړ ولسوالۍ اړوند د سلطان باغ په سيمه کې د طالبانو له لوري بريد ترسره شو چې عبدالوهاب او ساتونکي يې وژل شوی دي.
هغه د بريد په اړه نور جزيات ورنکړل.
خود پکتيکا د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري وايي، په بريد کې د ملي امنيت لومړی مرستيال عبدالوهاب او د هغه درې ملګري وژل شوي، چې ټول د ملي امنيت کارکوونکي دي.
د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې به خپرولو سره يې ويلي، چې د نوموړي په ګډون يې شپږ تنه عسکر وژلي او اووه تنه نور ټپيان کړي دي.
طالبانو ويلي، له نوموړي يې د يو موټر په ګډون يو شمير وسله غنيمت کړي او يوه رينجر يو فولډر موټر يې ويجاړ کړي هم دي.
ډګروال عبدالوهاب له تېر یوه کال راهیسې یې پکتیکا کې دنده ترسره کوله او تر هغه وړاندې یې په خوست کې د ملي امنیت ریاست اړوند د ښاري قوماندانۍ مسوولیت پر غاړه درلود.















