(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۴) عبدالهادي همت
د بغلان پوهنتون د ځېنو پوهنځیو استادان او محصلین وایي چې دولتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې پر مهال د دوی له پوهنځیو د سنګر په توګه کار اخلي.
محصلین وایي چې څو ورځې مخکې دولتي ځواکونو له طالبانو سره د جګړې پر مهال له یاد پوهنتون څخه د پوستو او سنګر په توګه کار اخیستی چې له امله یې پوهنتون ته زیان اوښتی. یو تن محصل فرزوان یعقوبي وایي چې په پوهنتون کې د دولتي ځواکونو د ټانګونو او نورو نظامي تجهیزاتو شتون له پوهنتون نه د جګړې لومړۍ کرښه جوړه کړې ده.
یو بل محصل عزیز مبارز وایي چې د هوا په تودېدو سره په سیمه کې جګړو زور اخیستی او د جګړې پر مهال د دوی له صنفونو نه د سنګر په توګه کار اخیستل کیږي. دوی وایي چې په داسې حال کې محصلین نه شي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د بغلان د پوهنتون رییس خلیل احمد کانجو هم تاییدوي چې په دغو پوهنځیو کې دولتي سرتیري شته خو وایي، چې په دې اړه یې له چارواکو او سیمه ییزو مخورو سره خبرې کړي.
له څو کلونو راهیسې د بغلان د ژونالیزم، انجینري، اقتصاد، ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پلخمري ـ کندز لویې لارې ته څیرمه د حسین خیل سیمې ته لیږدول شوي. دغه محصلین غوښتنه کوي، چې د دوی پوهنځي دې پلخمري ښار یا هم نورو امن سیمو ته ولېږدول شي. ځکه ” دلته محصلین د مرمیو، تانګ او توپ له غږونو سره مخ دی او دا ورته د زغملو نه دی چې دلته څوک څو شیبې هم پاتې شي.”
















