(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۴) الماس خدرخېل
د وسله والو طالبانو له لوري رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی وسله والو بيګا شپه د بادغيس ولايت د دره بوم ولسوالۍ د زاړه بازار په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوه نظامي قرارګاه بريدونه پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې جګړه لا هم روانه ده.
طالبان وايي، تر دې مهاله يې له دولتي ځواکونو يوه نظامي قرارګاه او ۲ پوستې په مکمله توګه نيولي دي.
طالبان په ياده خبرپاڼه کې دولتي سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د يوې اندازې مهماتو نيولو ادعا هم کړې خو کره شميره يې نه ده په ډاګه کړې.
تر دې دمه سيمه ييزو چارواکو په رسمي ډول په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې په سيمه کې درنه جګړه شوې خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.
طالبان وايي، د جګړې په اړه به نور جزيات وروسته په ډاګه کړي.
















