(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۴) الماس خدرخېل
د بورما په يوه نڅا ځای کې تېره شپه اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله يې لسګونه تنه مړه شوي دي.
د بورما چارواکي وايي، اورلګېدنه د شپې په دوه پوړيز کلپ کې رامنځته شوې ده.
یادې سرچينې ويلي، دغه اورلګېدنه لومړی د ګازو په نل ليکه کې رامنځته شوه او وروسته نورو ځايونو ته اور ترې خور شو.
په پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي او يو شمير نور ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.
ويل کېږي، د اورلګېدو سيمې ته د اور وژنې ناوخته رسېدلې ځکه يې مرګ ژوبله زياته ده.
















