(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۴) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو ضد کمپاين او ولسي خلکو تر منځ نښته شوې چې دواړو غاړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې ځايي باوري سرچينې نن کابل ټکی کام ته وويل، چې نښته د فتح اباد په سيمه کې له سهار راهيسې روانه ده او اوس هم خال خال ډزې کېږي.
سرچينه زياتوي، په نښتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
وړمه ورځ هم په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کوکنار ضد پیل شوي کمپاین په ترڅ کې لسګونه جريبه ځمکه چې کوکنار پکې کرل شوي و له منځه يوړل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې په ننګرهار کې د کوکنارو پر ضد د دوي کمپاين په زور سره روان دى او دوي به هيڅ چاته د کوکنارو د کرکېلي اجازه ورنکړي.
















