(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۴) محمد طاهر
د لاسته راغلو معلوماتو پر اساس د روسيې په سانت پیتر سبورګ ښار د مترو په تم ځایونو کې دوه چاودنې شوي، چې په اړه يې د ۱۰ تنو وژل کیدو او زیات شمیر ټپیانو خبر ورکړل شوی دی.
د روسيې رسنیو د خپلو چارواکو په حواله تائید کړې ده، چې په دواړو چاودنو کې مرګ ژوبله رامنځته شوي او د پیښې وروسته ژوبل کسان نږدې روغتونونو ته رسول شوي دي، خو امکان شته چې د مړو شمیر زیات شي.
د پېښې په اړه ولسې چارواکو کوم لورې ته ګوته نه ده نیولې خو ویل کیږي چې د عاملینو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د چاودنو په اړه په رسنیو کې دا نظرونه هم ورکړل شوي، چې شاید دا چاودنې په سوریه کې د روسې الوتکو د بمباریو د غچ اخیستنې په موخه شوي وي.
















