فصیح الله عمرزی
د انسان په بدن کې هر غړی په خپل ځای د ارزښت وړ دی او چې په بدن کې د ټولو غړیو څخه یې یو کنډو شي بدن نیمګړی شي. زړه چې د انسان د ماغ او ټول بدن په واک کې ساتي یا په بل عبارت د انسان د ټول بدن بادشاه زړه دی چې زړه خفه وي داسې وي لکه ټوله دنیا چې خفه وي.
د زړه د روغتیا لپاره باید تر هر څه لومړی دماغ، ژبه، لاس، پښه، سترګې او هغه څه چې زړه ته پرې درد رسیږي په کنټرول کې وساتي چې دې کنټرول ته په بل عبارت پرهیز هم ویل کیږي.
د زړه درملنې تر پخوا اوس اسانه او په نوي سسټم سره تر سره کیږي؛ خو په نوي سستم کې لګښت زیات وي حال دا چې درملنه یې د پخواني سستم ګټوره نه وي پخواني سستم ته ډیر کم خلک ارزښت ورکوي. په طب کې پخوانیو درملنوته یوناني درملنې ویل کیږي.
موږ د زړه د درملنې په اړه د کشمش یادونه وکړه چې د ژمي په موسم کې میوه او د دوبي درمل. خو که چا د درمل په شکل په ژمي کې کشمش استعمال کړل په ژمي هم درمل کیدای شي.
په زړه کې یوه وړه ځاله وي چې ادیبان ورته د زړه کور وایي خو اوسني روغتیا پوهان ورته (وینرهاوس) چې یوه مانا ورکوي؛ وایي د کشمش اوبه څښل د زړه کور غښتلی ساتي چې د زړه په کور کې چې کومه مینه، خلوص، طاقت، پیرزوېنه، احساس، درد او خواخوږي وي هغه د کشمش په استعمال سره قوت اخلي.
چې کله هم د زړه په کور کې کومه ستونزه راپیدا شي بیا په اړینه توګه د زړه په کور کې هغه څه نه شی ځاییدای کوم چې ځایول یې ټولنه له ستونزو څخه ژغوري.
د کشمش استعمال د طب له پلوه ډیرې ګټې له ځانه سره لري؛ خو چې وچ شوي کشمش د شپې په اوبو کې واچول شي په اوبو کې ښه وګرځول شي چې اوبه د کشمش رنګ واخلي بیا یې سهار مهال په نهره وڅښل شي؛ د زړه کورته د قوت وربخښلو تر څنګ په ښکلا کې هم مرسته کوي.
روغتیا پوهانو یې داستعمال سستم هم ښودلای دی. وایي:
د شپې له پلوه په اوبو کې اچول شوي کشمش چې سهار یې په نهر اوبه وڅښې خپله کشمش دې په دویم ځل د لږ څه ځنډ وروسته په نورو اوبو کې ګډ کړل شي او کشمش دې هم پسې وخوري.
که زړه ته په سالمه توګه توجه ونه کړل شي ځنې خوراکونه شته چې سالم زړه په ناروغتیا اخته کوي. او که په دوامداره توګه ناسالمه خوراک وکړل شي یو ځل چې زړه ناروغه شو بیا په ډیرو درملنوخپل ځای ته نه شي راتلای.
زړه چې د بدن په ټولو غړو، ښه او بد اثر کوي که یو انسان ته د زړه مرض پیدا شي نو د انسان ټول بدن په مرض اخته ګڼل کیږي.
د کشمش د خوراک تر څنګ باید یو انسان د ۴۵ کالو عمر وروسته په خوراک کې زیاته پاملرنه وکړي چې د یاد عمر وروسته انسان په ډول ډول ناروغیو سره په اسانۍ سره اخته کیدای شي.

















