مشرانو جرګه : ځینې ولایتونه له سقوط سره مخ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۵) محمد طاهر
د افغانستان د مشرانو جرګې غړو په نننۍ غونډه کې د امنیتي وضعیت په اړه وویل، مونږ په تکرار سره امنیتي چارواکو ته ویلي و، چې په ژمې کې عملیات وکړي، خو هیچا هم زمونږ خبرو ته غوږ ونه نیو، نو ځکه اوس ځینې ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د یادې جرګې د نن ورځ غونډه کې د سناتورانو له څرګندونو وروسته د غونډې مشرۍ دوهم مرستیال اصف صدیقي اړوند کمېسيون ته دنده وسپارله څو امنیتي چارواکي راوبلي او امنیتي اندېښنې ورسره شریکې کړي.
سناتور عبدالله قرلق په نننۍ عمومې غونډه کې وویل چې لا هم وسله وال په کندز کې پراخ فعالیت لري او که د دغه ولایت امنیت ته جدي پاملرنه ونه شي دا ولایت به بیا د وسله والو لاسته ورشي.
عبدالله زیاتوي، که حکومت د کندز د امنیتي ستونزو لپاره جدي اقدامات ونهکړي د دې ویره شته چې دغه ولایت بیا سقوط وکړي، ځکه څلور کیلو مټرۍ کې لا هم وسله وال حضور لري، دې خلکو ته ډېرې اندېښنې پیدا کړي دي.
د نورو ولایتونو د ناامنیو ترڅنګ سناتور لطف الله بابا وویل چې د ننګرهار ښار ته نېږدې سېمو کې هم امنیتي ستونزې ډېرې شوي او حتی د ښار په مربوطاتو کې وخت ناوخت وسله وال بریدونه کیږي.
سناتورانو تردې وړاندې څو ځله ویلي و، چې دا مهال د هېواد پنځه ولایتونه د وسله والو لخوا محاصره دي او په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده.
خو د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې بې ځایه وګڼلې او ویې ویل، دا مهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو لپاره عملیات روان دي.
مراد زیاته کړه، چې دا مهال هلمند، کندز، بغلان، هرات، فاریاب او د هېواد ختیځ او نورو سېمو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.



