وړونو او خويندو !

احمد جنید مبارز

نن ورځ ډيري ښځي او ډېر نارینه د الله تعالی په نعمتونو د الله تعالی نافرماني کوي، خوري که ستا مخ په تېزابو يا په اور سوځل سوی وای، یا الله جل جلاله ته په يو ډېره بده څهره سره پيدا کړې وای، تا دغه مخ ښکاره کاوه ؟
يا والله ! په شرمېدلې .

که الله جل جلاله ستا لاسونه يا د بدن نور اعضاء او کړه وړه په ښه ښایسته خلقت سره نه وای در پيدا کړي تا دغه لاسونه یا اعضاء د نارینه و یا ښځو په حضور کي لوڅول ؟
يا والله ! نو ته د الله جل جلاله د نعمتونو نافرماني کوې .

که الله جل جلاله تاته صحت نه وای درکړی، تا دغه ګناهونه چي نن ورځ په اخته يې، کول دي ؟ او که الله جل جلاله دغه پیسې او نعمتونه نه وای درکړي نو تا دغه غرور،تکبر، تر خلګو ځان لوړ بلل، اسراف، رياء او د ځان ښکاره کېدو دپاره دغه بې ځايه مصرفونه کول ؟
يا والله ! د نورو غریبانو په رنګه به په يوه ګوله ډوډۍ پوري اریان وای، نو په دغه الهي نعمت سره تا د الله جل جلاله ذکر نه کړی اداء بلکه د هغه رب چي ته يې په دغه نعمتونو سره تر نورو خلګو افضله کړی يې ، نافرماني کوې .

نو راسئ چي سر له اوسه د اعمالو د صحیح بدلون فکر او عملي اقدام وکړو، تر څو د الله تعالی د نعمتونو شکر ګذاره او فرمانبرداره واوسو .
اللهم اهدنا الصراط المستقیم .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button