د ګرشک بريد: د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي ۸ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۷) الماس خدرخېل

د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په بيګاني سرتيري بريد کې لسګونه سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نهرسراج د يخچال په سيمه کې د استخباراتو او عسکرو په ګډ نظامي مرکز سرتيری برید د دوی له لوري ترسره شوی دی.

طالبان وايي، دغه موټربم بريد يې د ملي اردو ځواکونو نه د نيول شوې شوبلې په مټ ترسره کړی، چې په زياته اندازه چاودېدونکي توکي يې پکې ځاي پر ځای کړي و.

په خبرپاڼه کې د بريدګر نوم رحمت الله مقداد ښودل شوی، چې د هرات ولايت اوسېدونکی دی.

طالبانو ويلي، په بريد کې یاده قرارګاه په مکمله توګه ويجاړه شوې او د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۶ تنه دولتي سرتيري وژلي شوي ۸ نور ټپيان دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد پر مهال هلته ولاړ د قرارګاه د منسوبينو څلور موټر هم په مکمله توګه سوځېدلي دي.

ځايي امنيتي سرچينې بريد تائيدوي خو د جزياتو په اړه له رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button