(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۷) الماس خدرخېل
د امريکا متحده ايالات وايي، چې روسيه دې د بشار اسد له رژيم سره پر اړيکو له سره غور وکړي.
دغه څرګندونې پرون رسنيو ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن وکړې.
نوموړي د سوريې د ادلب ښار په خان شېخون سيمه کې د کيمياوي وسلې د کارولو په تړاو روسيې ته په اشاره وويل: (زموږ په فکر کې په دې اړه هېڅ شک نشته چې د سوریې رژیم، د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې، د دې وحشتناکې حملې مسؤل دی. موږ فکر کوو چې د دې وخت را رسېدلی چې روسیه په خورا احتیاط، د اسد له رژیمه پر دوامدار ملاتړ له سره غور وکړي).
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې په ادلیب ولایت کې هغه برید چې ویل کېږي په کیمیاوي وسلو شوی دی، بشریت ته توهین بللی او ويلي يې دي: (پر ماشومانو پروني برید پر ما ډېر اغېز کړی دی، خورا زیات. دا ډېره وحشیانه حمله وه، ډېره زیاته چې ما ولیده تر دې بدتره کېدای نهشي).
د سوريې د ادلب ښار د خان شیخون په سیمه کې د کيمياوي وسلې بمبارۍ کې اکثر لسګونه تنه ووژل شول چې زياتره يې ماشومان او ښځې دي.
د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک وايي، د دغو جنایتونو اصلي مسؤل د سوریې رژیم دی او څوک چې د دې رژیم ملاتړ کوي هغه په دې جنایت کې داخلېږي.

















