(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۷) الماس خدرخېل
په لويديزه تراړه کې موټربم بريد شوی، چې له امله يې يو تن مړ او بل مرګونی ټپي شوی دی.
پوليسو ويلي، پېښه نن سهار مهال د لويدځې تراړې د بنيامين په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ټي آرټي خبري ادارې د راپور په اساس بريد کوونکي د پوليسو له لوري نيول شوی، خو هويت يې نه دی په ډاګه شوی.
دا لا نه ده څرګنده چې د دې بريد موخه څوک و.
په لويديځه تراړه د فلسطینیانو په سیمو کې د اسرائیلو له لوري ابادۍ جوړې شوي دي، چې په زرګونو يهودان پکې ژوند کوي.
د يهودو دغه ابادۍ د نړيوال قانون خلاف دي، څه موده وړاندې هم ملګرو ملتونو وويل، چې لويديځه تراړه کې د يهودانو ابادۍ ناقانونه دي، خو اسراييل يې نه مني.

















