روڼ سحر

رحمت الله نړیوال

تورتمونه ړنګومه روڼ سحر یم

تورې شپې سبا کومه روڼ سحر یم

 

د تیارو په ضد قیام قیام کې اوسم

وحشتونه ټولومه روڼ سحر یم

 

بدرنګیو باندي اورم لکه کاڼي

د ښکلا لمر خېژومه روڼ سحر یم

 

یو ازاد روښانه ژوند به درته جوړ کړم

تور ټوکري (پنجرې) ماتومه روڼ سحر یم

 

که یو څه وخت دي له سترګو نه پنهان وم

خیر دی بیا درته راځمه روڼ سحر یم

 

نړیواله یو ځل بیا د آسیا زړه کې

سپین بیرغ رپاندومه روڼ سحر یم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button