د پلچرخی زندان د مخدرو په جزایې بلاک کې (چې په ټیمکیانو مشهور دی) پنځه تنه بندیان د شپږ ورځنی اعتصاب له کبله مړه شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور بندیان بې هوښه شوي.
د پل چرخي زندان سل تنو بندیانو له شپږو ورځو راهیسې خپلې خولې ګنډلې دي او د نه خوړلو اعتصاب یې کړی. بندیانو دا کار له دې امله کړی چې حقوق یې نه ورته رسیږي.
ویل کیږي چې زندانيانو دا کار د اشرف غني د هغه وروستي فرمان له کبله کړی، چې له مخې يې ويل شوي، چې د پلچرخي بنديان نه شي کولی د بند پاتې موده په خپلو ولايتونو کې تېره کړي.

















