سرلیکنه
د نوي ۱۳۹۶هـ ش کال په رارسیدو سره، د تیر په څیر حکومت او طالبانو اعلان کړه چې یو پر بل به بریدونه پیلوو. د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د حکومت مخالفو وسله والو طالبانو په مقابل کې په ۱۳ ولایاتو کې د خالد په نوم عملیات پیل کړي دي، غواړي هغه سیمې له طالب وسله والو بیرته ونیسي چې په تیرو کلونو کې یې له دولته نیولې او اوس یې په کنټرول کې دي.
د کورنیو چارو وزارت تیر کال همدا مهال د شفق په نوم عملیات پیل کړي و؛ خو هغه سیمې یې له طالب وسله والو ونه نیولې د کومو لپاره یې چې عملیات پیل کول هدف و، بلکې نورې سیمې هم طالب وسله والو په خپل کنټرول کې ترې را وستې. د سږ کال په پیل شویو عملیاتو کې حکومت وویل چې لاس ته راوړنې لري خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې کومې سیمې یې له طالبانو بیرته نیولې دي.
حکومت د نوي کال په پیل کېدو سره په دوه سنګرونو کې جګړه پیل کړې ده. د کورنیو چارو د وزارت په وینا یوه جګړه یا مبارزه یې د اداري فساد، اختلاس، په دندو کې د غفلت او له دندو د ناوړه ګټې د پورته کېدو خلاف پیل کړې ده او دویمه جګړه یې د مخالفو وسله والو سره ده، چې د حکومت د اعلان له مخې په ۱۳ ولایاتو کې ناامني ده خو د راپورونو په اساس دا مهال د افغانستا ن په ۲۲ ولایاتو کې سخته نا امني ده چې حکومت په ۲۲ ولایاتوکې د زیات شمیر ولسوالیو کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني خبری اژانس (ډي پي اې) سره په مرکه کې ویلي: دوی به د خپلو پسرلینو عملیاتو په دوام سره په هغو ولایتونو کې چې زیاتې سیمې په ولکه کې لري، د ښارونو د نیولو هلې ځلې وکړي څو د ولسوالیو په شمول د یو شمیر ولایاتو ښارونه هم په خپل کنټرول کې راولي.
د بهرنیو رسنیو او خپله د کورنیو چارو د وزارت په اعتراف طالبان په هلمند، سرپل، اروزګان، فراه، فاریاب او کندز کې زیاتې برخې په خپل کنټرول کې لري، چې که یې د دې ولایاتو نورې ولسوالۍ یا ښارونه د پسرلینو عملیاتو په دوام ونیول نو حکومت ته به ګرانه شي چې په ټولو نیولو شویو سیمو کې د طالبانو پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي.
که طالبان د حکومت په مقابل کې د تیر کال په څیر یو ځل بیا د کندز، لښکرګاه، ترینکوټ، فراه او میمنې د نیولو په موخه پسرلني عملیات پراخه کړي او د یادو ښارونو څنډو ته ورسیږي ښايي سږنی کال به تر زیاته وخته حکومت د لاسه په ورکړو ښارونو او سیمو د نیولو توان ونه لري او یا به یې هیڅ ونه نیولای شي.
په افغانستان کې ستونزه یواځې د حکومت او طالب وسله والو په زور ازمایې نه ده چې کومه سیمه دولت یا طالب وسله وال ونیسې، لویه ستونزه دا ده چې هغه د تیرکال د جګړو له امله له کورونو پریښودو ته اړ شوي افغانان چې نورو سیمو ته یې کډې کړې دي تر اوسه لا خپلو کورونو ته په بشپړه توګه نه دي راغلي، چې په نوي کال کې د حکومت او طالبانو د اعلان شویو عملیاتو او بمباریو له امله به نور څومره افغانان خپلو کورونو پریښودو ته اړ شي.
حکومت په نظرکې لري چې د بهرنیو ځواکونو د مرستې تر څنګ به د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د ځانګړو ځواکونو شمیر، چې دا مهال ۱۷ زروته رسیږي دوه برابره کړي. خو د تیرو کلونو په پرتله سږ کال د دفاع وزارت د جنرالانو په اعتراف طالبان په نویو دوربین لرونکو سپکو او درنو وسلو سمبال شوي دي چې نوی کال به د حکومت او طالبانو تر منځ د زور ازموینې کال وي.
که څه هم حکومت د روسیې راتلونکې غونډې ته تمه لري چې د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس پوتین ځانګړي استاذي ضمیر کابلوف او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا سخروف په وینا، روسیه د پرلپسې غونډو په دوام، په نظر کې لري چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله وکړي؛ روانې هڅې یې په همدې موخه پیل کړې دي چې طالبان سولې ته وهڅوي.
خو دا چې دواړو خواو د یو بل پر خلاف په نوي کال کې عملیات پیل کړل چې دا زور ازمایي به د روسیې په راتلونکو غونډو اغیز وکړي او که نه، راتلونکې وخت به یې ځواب ووايي؛ خو دومره ویلای شو چې نوې کال د حکومت او طالبانو تر منځ د زور ازموینې کال دی.
















