هلمندولایت د مارجې ولسوالۍ د جګړې وروستي جزئیات

(کابل ټکی کام :جمعه ،لړم ۱۵ ،۹۴ ۱۳ل)
له څوورځو راهيسې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ په افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه روان دي .
خو له پرون راهيسې د طالبانو بريدونو زور اخیستی او په افغان امنیتي ځواکونو يي کړۍ راتنګې کړي دي .
نن یو شمېر خبریالان سيمې ته ورغلي وه چې د جنګ سيمه له نزدې څخه وڅاري، یو شمېر خبري رسنيو چې هېڅ کله به يي د طالبانو پرمختګ نه تائیداوه نن يي یو څه له خولې ووتل او ويي ويل، چې له مارجې نه افغان پوځ، افغان پولیس، افغان سيميز پولیس د تېښتې په حال کې وه .
له مارجې نه وروستي رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي چې طالب چارواکو د یادې ولسوالۍ مربوطه پراخې سيمي له افغان امنیتي ځواکونو پاکې کړي او لویه سیمه يي تصفیه کړې ده .
پرون ماذدیګرمهال د نهم بلاک په سیمه کې طالبانو پر یوه ماموریت او ۶ پوستو پراخ تعرضي بریدونه پیل کړل، چې نتيجه کې يي یاد مراکز په بشپړه توګه ددوی لاس ته ورغلل.
همدارنګه طالبانو ۲ عرادې رینجر ۱ میل پیکا ماشیندار او ګڼ شمیر مهمات يي ولجه کړل .
دغه راز تیره شپه هم په یاده ولسوالۍ کې پراخې سیمې لکه قارصدی (کاریز سدی)او عبیدالله قلف د طالبانو تر ولکې لاندې راغللې او تصفیه شولې .
او همدا راز په دغو سیمو کې د امنیتي چارواکو ۳ مهمې قراګاوې او ۱۰ پوستې وې چي د شپې به تیاره کې امنیتي ځواکونوخوشې کړې او یادې قرارګاوې او پوستې د طالبانو تر کنټرول لاندې پرته له کوم جنګ نه ورغلې .
طالبانو ته نزدې سرچينې وايي چې اوس مهال د لویې چهار راهی په سیمه کې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او پې آر ټې باندې د طالبانو بريدونه روان دي .
د دغې جګړې د نورو جزیاتو لپاره کابل ټکي کام څارئ .
حماس افغان



