پروان ولایت مرکز چاريکار ته څېرمه یو رینجر موټر د طالبانو د مائن خوراک شو

(کابل ټکی کام :جمعه ،لړم ۱۵ ،۹۴ ۱۳ل)
له چاريکار نه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې نن ماذدیګر مهال ۴ بجې د مټک پله سره نزدې یو رینجر موټر د طالبانو د سړک د غاړې مائن باندي برابرشو .
طالبان وايي چې دغه مائن ددوي ملګرو د مټک پله سیمه کې ځای پرځای کړی وه چې نن ماذديګر یو رینجر موټر پرې وخوت او په بشپړ ډول تخریب شو .
د طالبانو له قوله پکې سپاره ۴ افغان پولیس په دغه چاودنه کې ووژل شول .
حماس افغان



