(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۳۱) محمد طاهر
د یونان امنیتي سرچینو د خبر له مخې، د دې هېواد په پلازمینه اتن کې چاودنه وشوه، چې د لوموړیو معلوماتو له مخې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اتن پولیسو ویلي، د انټرنیټ له لارې یو نامعلوم تن پولیسو ته زنګ ووهه چې د اتن په سانتاروزا جاده کې د ایروبانک مخې ته چاودیدونکي توکې ځا په ځای شوي، پولیسو دغه بانک مخې ته ځان ورسو او ټولې لارې وتړلې.
چاودیدونکې مواد په یو بکس کې ځای په ځای شوې و، چې د پولیسو لخوا د شنډیډو نه مخکې وچاودیدل.
پولیس د هغه کس په لټه کې دي چې دوی ته يې د دې بم په اړه معلومات ورکړې و.


















