(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۳۱) الماس خدرخېل
په افغانستان کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي وايي، په دغه هېواد کې د ناټو ماموريت ناکام دی او په خبره يې چې د یاد ماموريت له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه وه خو د پخوا په پرتله دواړه په افغانستان کې زيات شوي دي.
نوموړي له مسکو سره د طالبانو د اړیکو تور بې بنسټه وباله او زياته يې کړه چې روسيه د افغانستان له دولت او د افغانانو په مشرۍ له ملي روغې جوړې ملاتړ کوي.
کابل کې د روسيې سفير د طالبانو ډله يو سياسي ځواک وباله او ويې ويل، افغانستان کې له اوسنيو شخړو څخه د خلاصون لپاره بايد له يادې ډلې سره خبرې اترې وشي.
هغه وويل، د افغانستان د روانو ستونزو يواځينی حل په خبرو کې دی او زياتوي دا خبرې به وخت ونيسي.
نوموړي څرګنده کړه، هېواد يې له طالبانو سره له داسې سولې چې په کې طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعدې او نورو ترهګريزو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي، ملاتړ کوي، خو د سولې لړۍ بين الافغاني بولي او په دې ټينګار کوي چې افغانان خپلې ستونزې بايد په خپله حل کړي.
هغه وويل، هېواد يې له نشه يي توکو، ترهګرۍ او داعش سره په مبارزې کې له افغان دولت سره همکارۍ کولو ته چمتو دى.
خو هغه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، امريکا نه غواړي روسيه په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.


















