(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۳۱) الماس خدرخېل
د پاکستان حکومت ديرش کسانو ته د اعدام د سزا حکم تائيد کړ او د دغه هېواد پوځ ويلي چې يادو کسانو تروريستي فعاليتونه ترسره کړي دي.
د فرانس پريس اژانس د راپور له مخې په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې د پېښور پر پوځي ښوونځي بريد کې يې لاس درلود.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د دغو ۳۰ تنو هویت نهدی معلوم شوی.
دغه کسان په پوځي محکمه کې محاکمه شوي او د اعدام حکم يې د پوځ د مشر له لوري تائيد شوی دی.
تر اوسه د دې ۳۰ کسانو د اعدام د حکم د پلي کېدو دقیقه نېټه معلومه نهده خو تر دې مخکې چې کله داسې پریکړه شوې ده له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې عملي شوې ده.

















