طالبان وايي، تخار کې يې يو مهم بيس او ۸ پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل
تخار ولايت کې وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو يو مهم بيس او ۸ پوستې نيولي، چې پکې يو شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېر ماذيګر ناوخته د ياد ولايت د درقد ولسوالۍ مربوط د القناق سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو او مهم مرکز بريد کړی چې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
طالبان وايي، په دې بريد کې يې له امنيتي ځواکونو يو مهم بيس او ۸ پوستې مکملې نيولي دي.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ويلي، چې د قوماندان خير محمد په ګډون يې ۸ تنه وژلي او يو شمير نور يې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو دوه تنه عسکر ژوندي نيولي او دغه راز د لس ميله سپکو او درنو وسلو او نظامي توکو د نيولو دعوه يې هم کړې ده.
طالبانو ويلي، چې په بيګانۍ نښته کې د دوی دوه پلويان هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دې نښتو په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.
خو د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې بيګا شپه وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د چرسيانو کلي پوسته او دوه نورې پوستې تر شديدې جګړې وروسته ونيولې.
نوموړ ی وايي، په دغه جګړه کې لږ ترلږه ۳ پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دی وايي چې د چرسيانو کلي پوستې د سقوط له کبله د خواجه بهاوالدين او درقد ولسواليو لار هم بنده ده.
طالبان وايي، په دې جګړه کې يې ۸ اربکيان (محلي پوليس) هم ژوندي نيولي او په خبره يې جګړه لا هم روانه ده.



