پاکستان کرمه ايجنسۍ: په چاودنه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل

د پاکستان په کرمه ايجنسۍ کې په يوه بس موټر چاودنه شوې چې له امله يې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستانيو رسنيو ويلي، چاودنه د کرمې ايجنسۍ د ګودر په سيمه کې په يوه مسافر وړونکي بس موټر رامنځته شوې ده.

په چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او څوارلس کسان نور ټپيان دي.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، چاودنه د لرې ځای نه د ريموټ کنټرول په واسطه شوې ده.

په پېښه کې ټپي شوي کسان نږدې روغتونونو ته د تداوۍ لپاره وړل شوي، ويل کېږي په ټپيانو کې ښځې هم شاملې دي.

کرمه ايجنسۍ کې ډیری شيعه وګړي ميشت دي، چې وخت ناوخت پرې چاودنې او بريدونه ترسره کېږي.

د دې چاودنې مسئوليت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې دکُرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چینار کې چې ډيری وګړي يې شيعه ګان دي بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل او تر څلویښت زیات کسان یی ژوبل کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button