(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۷) الماس خدرخېل
وسله والو د پاکستان سرحدي پولې ته څېرمه د بلوچستان ايالت په سيستان کې د ایران لس سرحدي پوځيان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
ایراني رسنۍ وايي، وسله والو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ایران په سرحدي ځواکونو بريدونه او ډزې کړې دي.
د ایران تسنيم خبري اژانس ويلي، نښته د سيستان بلوچستان ولايت په ميرجاوې سيمه کې رامنځته شوې او له امله يې لس تنه وژل شوي دي.
تسنيم اژانس ويلي، چې د بريد مسئوليت جېشالعدل وسلهوالې ډلې په غاړه اخیستی دی.
په ياده سيمه کې سُني وسلهوال وخت ناوخت د ایراني ځواکونو پرضد بریدونه کوي.
تېرکال په همدې سرحدي سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو څلور تنه ووژل شول.


















