مجاهده ! همت د لوړ کړه ؛ چې د مقاومت جوګه شې
لیکوال : امین وردګ
مجاهده ! په جهاد کې (هلوا نه وېشل کيږي ) جهاد قربانۍ غواړې ، سختیۍ غواړي ، ستوزې لري ، غمونه پکې دي او ډول دول دردونه پکې شته.
ته باید په دې پوم وې ؛ چې د مجاهد سړي ؛ ځان ، ناموس ، اولاد ، مال او ژوند ټول په خطر کې وي.
مجاهد ته کله کله د غره کاڼي هم دښمنان ګرځي.
په مجاهد داسې ورځې هم کله ــ نا کله راځي ؛ چې نه ونه ځای ور کوي ، نه تيږه ؛ نه خپل ورته پاتې کيږي او نه هم ملګري.
مجاهد ټپي کيږي ، بندي کيږي ، په مرميو باندې په دا سر ــ سر ويشتل کيږي او بیا په موټرو پسې تړل کيږي.
مجاهد دا مانا ؛ چې د وحشت په وړاندې لکه سپر داسې دريږي ؛ نو خود به دا هر څه دی څکې ؛ چې داسې کړنې و نه ګوري ؛ نو د څه شي په وړاندې يې جهاد اعلان کړی ؟
مجاهد کله کله له داسې کړاوونو سره مخ کيږي ؛ چې آن هغې د اميدونو (تمو) رسۍ ته هم لاس اچوي چي پرې يې کړي.
مجاهد ته کله ناکله اولاد څه چې هغه خپله بي بي هم سردرد ګرځي.
مجاهدين داسې هجرانونه هم تېروي ؛ چې په کلونو کلونو خپل اهل نه شي لیدلای.
مجاهد په کاڼو ويشتل کيږي ، سپکې سپورې ورته کيږي ، له شا نه به عالمونه بدې خبرې پسې کوي ، په لسګونو تورنې او کرغېړنې ټاپې به پرې وهل کيږي.
مجاهد له داسې حالت سره هم مخ کېدای شي ؛ چې نه به په جيب کې یوه ټنګه لري او نه به څوک پور ورسره کوي ؛ ځکه چې نن له هغه چا سره پورونه کيږي ؛ د چا چې د عوائدو سرچينه ورته مالومه وي ؛ کنه چې د یو چا اولاد له لوږې مري هم بل څوک يې پروا نه لري.
نو اې مجاهده !
ته دا ټول فرض کړه ، بیا د الله په لاره کې ووزه ؛ خو ګوره ! دغه نکته د هېره نه شي : چې هر څه د الله دي او هر څه له هغه سره دی ! نو تا هم داسې نه پرېږدي ؛ ځکه چې الله د نامردۍ خواص نه لري ، له بې وفا خلکو سره جوړ نه دی ، مطلبي خلک يې هم نه خوښيږي.
مجاهده ! دا انقلاب اوږ دی ؛ زما او ستا په ژوند کې آزادي نه راځي ؛ هو ! که د الله خوښه او اراده وشوه ؛ نو په شپه او ورځ کې هم تغير را وستلای شي ؛ ځکه چې هغه (قادر بما لم یکن) هم دی ؛ خو زموږ په اند ناشونې ده ! نو ته داسې فرض کړه ؛ چې خپل ټول عمر به په غرونو او دښتو کې تېروې او د ښار خیالونه پرېږده ؛ ته راتلونکو نسلونو ته تخمونه وشینده ، نیالګې کېنوه ؛ هسې نه چې خپل مسئولیت د نه وي ادا کړی او له دنیا نه لاړ شې ؛ تا قربان شم مجاهده وروره ؛ همت د لوړ کړه چې د مقاومت جوګه شې.

















