کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۸- طالبانو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ او د یوه مهم بیس په ګډون ټولې ۲۵ پوستې نیولې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ملګرو د د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ کې د سهار له ۵ بجو راهیسې جګړه پیل کړې ده چې په ترڅ کې یې ۱۶ دولتي سرتیري وژل شوي او د زیباک ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په ګډون یې د یادې ولسوالۍ ټولې ۲۵ پوستې نیولې دي. مجاهد وایي ”د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ، امنیه قومنداني او ټولې ۲۵ پوستې، بشپړې فتحه شوې.“
مجاهد همداراز وایي چې په یاده جګړه کې یې له دولتي سرتیرو لسګونه میله سپکه او درنه وسله نیولې ده.
طالبانو نن د جمعې په ورځ خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل چې له اعلان سره سم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دولتي ځواکونو په خلاف د طالبانو توند بریدونه پیل شول او اوس هم دوام لري.


















