سرلیکنه
په ۱۳۵۷هـ ش کال په افغانستان کې د ثور په ۷مه په دې خاطر کمونستانو کودتا وکړه چې راتلونکې نظام د دوی په لاس پریوځي او د تل لپاره په افغانستان کې، کمونستي نظریه په راتلونکی نسل کې پاتې شي.
هغه وخت د روسيې (پخواني شوروي) او امریکا تر منځ نظریاتي یا سړه تبلیغاتي جګړه روانه وه، دواړو بلاکونو شرقي او غربی یو د بل پر خلاف په خپلو کې نه، بلکې په نورو هیوادونو کې زورازمایي کوله.
د ثور د ۷مې نیټې را وروسته په افغانستان کې د افغانانو تر منځ جګړه پیل شوه. دواړو خواو ته افغانان و، د یوه کور، کلي، ولس افغانان و؛ په حقیقت کې ورور د بل ورور سره په نظریاتي توپیرجګړه پیل کړه. کم شمیر افغانان په کمونستي نظام کې ور ګډ شول او نور ټول افغان ولس د مقدس جهاد سنګر ته د کمونستي نظام د له منځه وړلو لپاره ځانونه په تورو، کوتکو او مار پور ټوپکو سمبال کړل.
که د حکومت په چوکاټ کې د سازمان او یا کومې پوستې په داخل کې کمونست پلوه افغانان وژل کیدل، او که د لینین د نظر خلاف په سنګر کې مجاهدین شهیدانیدل دواړو لورو ته افغان و. زموږ د سپیڅلې عقیدې د خاوندانو (مجاهدینو) ارادې سپڅلې وې، په پاک نیت او اراده یې د کمونیزم پر خلاف تورو او ټوپکو ته لاس کړی و، خو د پردې شا ته د شرق او غرب تر منځ جګړه روانه وه.
تر هغې د افغان غیرتي او په خپل دین او عزت سر ورکوونکو مجاهدینو او بې دینو کمونستانو تر منځ جګړې روانې وې څو د کمونستانو د بادارانو، روسانو یرغل ته د کارمل په مشرتابه، د پرچم ګوند اړوند وطن پلرونکو په مرسته زمینه برابره شوه او روسانو پلید قدمونه د افغانستان په پاکه خاوره کیښوول (افغانستان ېې اشغال کړ).
د افغانستان په پاکه خاوره د حق د لیارې د مجاهدینو د پاکو وینو په قربانیو، کمونیزم د نړۍ له نقشې وویستل شو. کمونستي بلاک ماتې وخوړه او د مجاهدینو په پاکو لاسونو د کمونیزم پر تابوت د تل لپاره د نشت میخ ټک وهل شو.
د ثور ۸مه هم د افغانانو تر منځ د جګړو د پیل ورځ وه؛ ځینو جګړه مارو جهادی ګوندونو د کابل ښار په ۸ نیول شویو سیمو کې خپل حکومت کاوه او هرې یوې جنګي ډلې به خپل ځان د مقابل پر خلاف په حقه باله.
لکه څرنګه چې د ثور په ۷مه په جګړو کې د یوه کور، کلی او ولس افغانان په خپلو کې په جګړه اخته و د ثور په اتمه هم سره اخته شول او د ثور د ۷مې تر څنګ په افسوس سره ۸مه هم د بد بختیو د پیل ورځ شوه .
د ثور د ۸مې وروسته، د ثور د ۷مې په څیر یو شمیر تش په نامه جهادي یارانو هم په زرګونو افغانان خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړل.
د ثور په ۸مه د اسلام او کفر تر منځ جګړه نه وه، بلکې یواځې او یواځې د ارګ او قدرت پر سر جګړه وه. که څه هم ګاونډیانو او نورو تش په نامه دوستو هیوادونو د ثور د اتمې جګړه مار په عارضي توګه سره پخلا کړل، خو هغه پخلاینه ریښتینې پخلاینه نه وه ځکه یې د قدرت پر سر د جګړه مارو د جګړو او افغان وژنو ننداره کوله.
د ثور د ۷مې او ۸مې تر منځ څه توپیر نه لیدل کیږي. مونږ دا منو چې د افغانستان مجاهد او غیرتي ولس په تش لاس خو په پوخ باور او ایمان د کمونستي نظام پر خلاف را پورته شو، د سپیڅلي جهاد په سنګرکې یې سرونه قرباني کړل، د هغوی شهادت او پاکو وینو قرباني رښتینې قرباني وه او د شهیدانو د زړونو یواځینی ارمان په افغانستان کې د کفري نظام پر خلاف د مقدس جهاد بریاوه؛ خو!
خو له بده مرغه یو شمیر تش په نامه جهادي مشرانو له وخته د قدرت خوبونه لیدل او د قدرت لپاره په بیلابیلو ډلو او ګوندونو سره ویشل شوي و. هر یوه په خوب کې د افغانستان په ارګ کې ځان واکمن شمیره. په افسوس سره د افغانستان د پاکو او سپیڅلو مجاهدینو د وینو درناوی یې ونه کړ ځکه خو نن ورځ په ذلت کې شپې سبا کوي. د هغه بیرغ (امریکا) لاندې یې سرټیټ کړ چې د مخه به یې ور ته کفري او طاغوتي نظام وایه.
البته یو توپیر یې شته چې د ثور۷مه د کمونستي نظام د خپرولو پیلامه بلل کیده او د ثور۸مه په افغانستان کې د قدرت پر سر د جهادي ډلو تر منځ د زورازمایۍ جګړه وه، چې دواړه د افغان ولس په تاوان یعني په مرګونو او تباهیو تمامې شوې.
موږ دا باور لرو چې د کمونستي نظام پر خلاف کومو افغانانو سرونه نذرانه کړي دي د هغوی شهادت پاک او رښتینی شهادت ؤ. د ثور ٨مه د کمونستي نظام د نسکوريدو او د مجاهدينو د خوښيو ورځ وه، خو بدبختانه هغه خوښي هم په مرګونو بدله شوه.
د هغو مجاهدينو شهادت الله لپاره ؤ، هغه د الله په سپيڅلې لاره قرباني شوي دي، هغو چې د ثور د ۷مې د کوتاچیانو پر خلاف یې سرونه قربان کړل بدله یې د الله سره ده. خو د قدرت پر سر د ثور د ۸مې خپل منځیو جګړو کې چې څوک ارګ ته د رسیدا په غرض وژل شوي دي د هغوی په حال دې الله رحم وکړي.
د ثور ۷مه او ۸مه دواړه د افغان ولس د تباهیو ورځې دي. د یوه یاد توپیر پرته چې ۷مه د کمونستانو د باطلې نظریې د خپراوي او ۸مه د یو شمیر جهادي مشرانو د ارګ او قدرت پر سر د جګړو د پیل ورځې وې، نور کوم جوت توپیر پکې نه لیدل کیږي.

















