کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۸- د بدخشان امنیتي مسؤلینو ویلي چې د دې ولایت زیباک ولسوالۍ طالبانو ونیوله.
د دوهمي لیوال رئیس ارکان، ډګروال میر عبدالواحد رسنیو ته وویل چې نن ماسپیښن د زیباک ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو ترولکې لاندې راغله.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ”د زیباک ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، یوه غټه قرارګاه او ۲۲ پوستي د مجاهدینو لخوا په مکمل ډول فتح شوې دي.” مجاهد ویلي چې په دې اوږده جګړه کې چې سهار ۷ بجې پیل شوې وه ګڼ دولتي سرتیري وژل شوي ”چې د ۱۶ تنو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتي دي.” مجاهد وایي چې په جګړه کې د دوی ۳ ملګري شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.
د زیباک ولسوالۍ په جګړه کې طالبانو ته د دولتي سرتیرو د نقلیه وسایطو تر څنګ پرېمانه وسله او نظامي مهمات پاتې شوي.
نن جمعه طالبانو په ټول هیواد کې د منصوري عملیاتو د پیل کیدو اعلان وکړ چې له سهاره راهیسې د هېواد په بیلابیلو برخو کې، طالبانو د دولتي ځواکونو په خلاف لسګونه بریدونه کړي.


















