خپلواک: د حزب اسلامي د زندانيانو لومړۍ ډله نن خوشې کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۹) الماس خدرخېل

ټاکل شوې ده، چې نن د شنبې په ورځ د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي لومړۍ ډله زندانيان خوشې شي.

له دې وړاندې هم د يادو زندانيانو د خلاصون په اړه راپورونه ورکول شوي و، چې جمعې په ورځ به خوشې شي، خو ياده پروسه د نامعلومې وجهې له امله وځنډېدله.

د ګډ حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د موافقې د عملي کولو د کمېسيون مشر اکرم خپلواک وايي، د بنديانو دوسيې بشپړې شوي، لومړنى لېست ترتيب او د ولسمشر فرمان هم لاسليک شوى دى؛ که خداى کول د حزب اسلامي اوله ډله بنديان به له طرزالعمل سره سم نن شنبه خوشې شي.

نوموړي د يادو زندانيانو معلومه شميره ونه ښودله خو زياته يې کړه، چې د حزب اسلامي دغه غړي به د هېواد له بېلابېلو زندانونو خوشې شي.

دغه بنديان د سولې د هغې موافقې له مخې خوشې کېږي چې تېر لمريز کال د تلې يا مېزان پر ٨ مه د ګډ حکومت او حزب اسلامي حکمتيار ترمنځ لاسليک شوه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار اوس مهال په لغمان ولايت کې دی او د دولت له لوري په جوړه شوې غونډه کې يې برخه اخيستې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button