منصوري عملیات؛ د فتوحاتو زیری

حمزه حسیني
منصور د اسم مفعول صيغه ده یعنې نصرت (کومک) کړی شوی، له باب نصر ینصر څخه او نصراً یې مصدر دی په معنا د کومک. چونکه نصرت د الله جل مجده له جانبه وي پر مسلمانانو او له نصرت سره یو ځای فتح وي او فتح د مسلمانانو لپاره زیری دی، ځکه قرآن کریم فرقان حمید کې راغلي، رب العلمین فرمایي:
( وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ)
ان شآءالله چې د رب العلمین له جانبه به نصرت وي ورسره به فتحې وي او د مظلومو مسلمانانو لپاره به د اسقلال زیری وي.
تېر کال طالبانو د دښمن پر وړاندې د خپلو نظامي عملیاتو نوم د اسلامي امارت مؤسس او باني بت، شکن امیرالمؤمنین، ملا محمد عمر مجاهد نَوَّرَاللهُ مَرْقَدَهُ ته منسوب کړي و؛ چې خورا ډېر په کامیابۍ او په فاتحانه انداز سرته ورسېدل، عمري عملیات ځکه کامیاب او د دښمن د ماتې شاهد و چې د عمر ثالث رحمه الله ننګونه یې تمثیلول.
عمر ثالث رحمه الله هغه شخصیت ؤ چې هر کافر متکبر ته به یې ځواب، په توره او ټوپک ورکاوه، همدا شخصیت ؤ چې یواځې د افغانستان نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ پت او عزت یې ساتلي ؤ او هیچا د مسلمانانو د بې عزتی جرئت نه درلود، هغه شخصیت چې دښمنان یې هم منلو ته قائل دي او د یو ستر غیرتي مجاهد په حیث یې پېژني.
همدا راز د ننګونو بل دنګ منار، د امیرالمؤمنین ملَّا محمد عمر مجاهد رحمه الله نائب، شهید امیر المؤمنین ملَّا اختر محمد منصور تَقَبَّلَهُ اللهُ ؤ، چې د اعلاء کلمةالله لپاره یې ګل ځواني د ښکېلاکګرو بمونو ته سپر کړه؛ چې بالآخره یې خپل سپېڅلی ارمان پوره کړ او رب العلمین ته یې د حق په لار کې غلبېل سینه یوړه، خو د هیوادوالو او په مجموع کې د مسلمانانو د عزت ساتنې او هوساینې په خاطر کاملاً یو روڼ تمثیل ؤ.
د دغو دواړو اشخاصو کارنامو ته په کتلو سره تفألاً طالبانو د دوی نومونو ته منسوب نظامي عملیات ونومول، ان شآءالله چې دغه عملیات به د هیواد د استقلال، د بندیانو د خلاصون، او د ټولې اسلامي نړۍ د هيلو څرک او زیری وي.
که څه هم د دین او وطن دښمنان تل د خپلو ناکامیو سوړې د مظلومو بې ګناه مسلمانانو په وژلو، وهلو او بندیانولو سره پټوي خو دا باید یاد ولري چې ظلم هیڅکله د بریا لامل نشي کېدی.
طالبان باید د مظلومو هیوادوالو سترګو ته یخوالی شي او له دښمنانو څخه یې کسات واخلي خصوصاً د هغې دردمنې واقعې چې د قلم څوکه یې په لیکلو شرميږي. څه ورځې وړاندې بې پته دښمن د خپلو غلامانو په ملتیا په زابل کې د مسلمانانو د ناموس بې احترامي وکړه، باید دغه نوي عملیات په داسې بې ننګو او بې غیرتو راوڅرخول شي چې نعرې د خدمت وهي او کارونه یې له غدر څخه ډک دي.
اې عسکرکې!
ته که مسلمان یې نو دا ستا څنګه مسلماني او غیرت دی چې بې دینه کفار ستا په ناموس لوبې کوي او ته ورته په خړو سترګو د امنیت ساتلو لارې څارې؟



