بادغيس: د غورماچ ولسوالۍ دریم ځل د طالبانو په لاس سقوط وکړ

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۱- د بادغیس ولایت څخه په تازه ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي چې د دغه ولایت غورماچ ولسوالي طالبانو نیولې او ټولو حکومتي تأسیساتو سقوط کړی دی.

د ځايي خلکو په وینا په دغه ولسوالۍ وسلوالو طالبانو تېره شپه بريدونه پیل کړي و، چې په پایله کې د يې  ولسوالۍ مقام، امنیه قومنداني او یو شمېر نورې امنیتي پوستې نيولي او اوس مهال يې په ښار کې د انتن پر پوسته او د ملي اردو په مرکز بريدونه پیل کړي دي.

طالبانو د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د غورماچ ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی، او ویلي یې دي چې د دوی وسله والو ځواکونو د دغې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نورې ګڼې دولتي ودانۍ نيولي او اوس يې په ښار جګړه پیل کړې ده.

د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي رسنیو ته په خپل لیږل شوي پیغام کې ویلي چې د غورماچ ولسوالۍ یې د پسرلنیو «منصوري» عملیاتو په ترڅ کې نیولې او لاهم د دوی پرمختګ دوام لري.

احمدي دغه راز په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې دا اوس د دوي ځواکونو د ښار پر انتن پوستې او د ملي اردو په لوی مرکز بریدونه پيل کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده ولسوالۍ دوه ځلي وړاندې هم طالبانو نيولې وه دا یې دریم ځل دی چې دغه ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لاس ته ورځي.

خو په دې اړه تر دې مهال دولتي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button