ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو پر پیاوړي کولو غور کوي

کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱۱- ناټو وایي ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر پیاوړي کولو غور کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت یوه ننګونه ده له همدې امله ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په پیاوړي کولو باندې غور کوي.

سټولټنبرګ وایي ناټو به د روان کال تر جون میاشتې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د زیاتولو او د هغوی د ماموریت د تمدید په اړه پرېکړه وکړي.

ناټو په افغانستان کې په ۲۰۱۴م کال کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی و خو اوس هم د ”غوڅ ملاتړ ماموریت“   په چوکاټ کې افغان دولتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ پوځيان لري چې ۸۴۰۰ پکې امریکایي پوځيان دي.

امریکایي پوځیان له ۱۶ کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه کوي چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.

امریکایي کارپوهان افغانستان ته د نورو پوځیانو لیږل تیروتنه بولي او وایي چې په ۱۶ کلونو کې نه طالبان ختم شول او نه هم افغان دولت په خپلو پښو ودریدی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button