(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۳) الماس خدرخېل
څو شيبې وړاندې د پلازمينې کابل په نهمه امنيتي حوزه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان سرتيری بريد وشو، چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.
پېښه د شش درک سیمه کې آزادۍ مطبعې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
ويل کېږي، په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نشته.
عیني شاهدان وايي، پر دغه لار د ګلدان په منځ کې یو کس چې بوجۍ او لور ورسره و، ناست او هغه مهال چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یادې سیمې ته ورسېده چاودنه وشوه.
د عیني شاهدانو په خبره ښايي سرتيری بریدګر همدا کس وي او په وینا یې په دغه چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانکونه هم زیانمن شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
اوسمهال سیمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلا بنده ده او د پېښې ځای ته ایمبولاسونه رسېدلي دي.
تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو پر موټريز کاروان سرتيری بريد وشو، چې له امله يې ۶ امريکايي عسکر ووژل شول او دوه ټانګونه يې ويجاړ شول.
د دې بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی و.


















