جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

حکمتیار ته څو سپینې؛ خو ارزښتمنې خبرې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 3, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
11
ځلې شریک شوی
134
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: حامد (برهان)

غواړم حکمتیار ته – د اسلامي اخوت او همدردۍ پر اساس – دا سې څه و لیکم، چې د هغه په ګټه وي. که څه هم هغه په لسګونه کتابونه لیکلي او چاپ کړي، نصیحت ته اړتیا نه لري؛ خو د علم بلاغت یوه کلیه/قاعده مې اړ باسي، چې هغه ته خطاب وکړم: «وقد ینزل العالم منزلة الجاهل لعدم جریه بموجبه» ژباړه؛ کله لوستي شخص ته د نا لوستي مقام ورکول کېږي؛ له دې امله، چې هغه د علم په موجب او مقتضی یون نه وي تر سره کړی.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

رښتیا هم له دیني زده کړو نه اصلي هدف او ثمره په الهي لارښوونو او نبوي ملغلرو عمل دی تر څو د عامل له پاره د تلپاتي ژوند د هوساینې سر مایه او ذخیره شي اوبس. یواځي تبحر فی العلم او د کتابونو تصنیف کومه لازمه او ګټوره بریا له ځان سره نه لېژدوي.

کوم کسان چې یواځې علمي پوهه لري؛ خو په عملي ښکلا سینګار نه وي، هغه الله – جل جلاله – په خپل سپېڅلي اسماني کتاب کې د ټولو ژویو له منځه له خسیسو او ناکاره ژويو (سپي، خره) سره مشابه او هم مثله بللي، چې تر ټولو ستر ذلت او بد سپکاوی دی، یاد ذلت به تر هغه بریده د هغوی پر غاړه پاتې وي تر څو چې دا نړۍ د عدم پر لوري کوچېږي او هغه – جل جلاله – ته د قضا، حساب او کتاب له پاره واړندې کېږو. صیب! ته که ځان د حقه، عاملینو علماوو او دین پوهو په کتار کې شمارې؛ نو اړینه ده، چې له دې شوم پلان نه بیرته پر شاتګ او د یو سپین او راڼه مستقبل په اړه لازم غور وکړې؛ پاتې د ژوند لږې شېبې یواځې ستر څښتن ته په دیانت، تقوی او بندګۍ کې تېري کړې اوپه لاندې نصوصو غور وکړې، – ا: ﴿ﻭَﻻَ ﺗَﺮْﻛَﻨُﻮﺍْ ﺇِﻟَﻰ ﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻇَﻠَﻤُﻮﺍْ ﻓَﺘَﻤَﺴَّﻜُﻢُ ﺍﻟﻨَّﺎﺭُ ﻭَﻣَﺎ ﻟَﻜُﻢْ ﻣِّﻦ ﺩُﻭﻥِ ﺍﻟﻠَّﻪِ ﻣِﻦْ ﺃَﻭْﻟِﻴَﺂﺀَ ﺛُﻢَّ ﻻَ ﺗُﻨﺼَﺮُﻭﻥَ﴾ ‏[ﻫﻮﺩ 113] ژباړه: او تاسو میل مه کوئ هغه کسانو ته، چې هغوی ظالمان دي (په دوستۍ، مداهنت او دهغوی د اعمالو په خوښولو[د میل په صورت کې به]) تاسو ته اور ورسيږي او ستاسو له پاره به له الله – جل جلاله – نه پرته دوستان نه وي (چې ومو ژغوري د هغه له عذاب نه)، بیا به ستاسو نصرت (د هغه جل جلاله له لوري) نه کول کیږي. :

جلالین. مفسرینو د خپلو څېړنو په ترڅ کې ویلي: په هره توګه میل له ظالمانو سره د جهنم د اور لامل کېږي، که میل د مداهنت په توګه وي، که د مودت، محبت او الفت له پاره وي، که د تعظیم/احترام له پاره وي، که له هغوی سره د ناستې او ولاړي په توګه وي، که له هغوی سره د هغوی د صورت او سیرت په منلو کې وي او… لامل یې دا ښیي، چې ستا میل د ظالم له پاره، د نور ظلم اوتېری کولو لاره هواروي. تر ټولو کم ظلم هغه دی، چې ته د هغه لاس له ظلم او تېري نه، بند نشې کړای او تر ټولو ستر ظلم دادی، چې هغه ته ظلم د یو روا کړنې په څېر انځور کړې، یایې خلکو ته د روا عمل په بڼه ور وپېژني. په نوموړي ایت کې ځینو مفسرینو له “الذین ظلموا” نه کافران اخیستي؛ د امام قرطبي په څېر نوموتو مفسرینو ترې هر ظالم، د جبر او استبداد څښتن اخیستی، لامل یې دا په ګوته کړی، چې که څوک له کفره برکنار نشي، نو ګواکې په کفر خوښ دی، په کفر خوښي کفر دی.

داراز که د نا روا او ګناه له څښتنانو سره بې له شرعي اړتیا اوسېږې، نو ګواکې په معصیت او ناروا کړنو ور سره خوښ یې، دمعصیت او ګناه خوښول په خپله ګناه ده.

الغرض: صیب! تا و دواړه ډلو ظالمانو ته رکون (میلان) کړی، آیا د داسې تګلارې په خوښولو به ته د چا دوست ګڼل کېږې؟! ایآ تېر ایت ته په کتو به الله پاک ستا نصرت وکړي؟! ایآ ته ډاډمن یې، چې ستا نننۍ تګلاره به د جهنم له سوزوونکي اور نه تا و ژغوري؟! که د وخت حکومت ته بلواکه او لاسپوڅی نه ګڼې، او نه ورته د ظالم نوم کاروې؛ دا مفکوره به دي یو د عقل، ادراک او احساس بلکې د شعور څښتن ومني؟! ښکاره ده، چې د هیواد شهید جمات (مسجد)، شهید قرآن، شهیده مدرسه، شهید محراب، شهید ممبر، شهید امام، شهید ماشوم، شهید نر، شهیده ورا، شهیده ناوکۍ او… ټول د دې موجود حکومت او موجوده واکمنانو په ظلم او استبداد شاهدي وایي.

دا او دې ته ورته ناروا کړنې، چور او چپاول – چې له لیکلو یې قلم، ګوتې او ژبه د حیا احساس کوي – واړه هغوی/د هغوی کردیناتو/ د هغوی لارښوونو تر سره کړي… د بشریت د لړۍ ستر لارښوود (محمد – صلی الله علیه و اله وسلم) فرمایلي: – ب: ((ﻣَﻦْ ﺃَﻋَﺎﻥَ ﻇَﺎﻟِﻤﺎً ﻟِﻴُﺪْﺣِﺾَ ﺑِﺒَﺎﻃِﻠِﻪِ ﺣَﻘّﺎً ﻓَﻘَﺪْ ﺑَﺮِﺋَﺖْ ﻣِﻨْﻪُ ﺫِﻣَّﺔُ ﺍﻟﻠﻪ ﻭَﺫِﻣَّﺔُ ﺭَﺳُﻮﻟِﻪ.. الحدیثِ))؛ ﺃﺧﺮﺟﻪ ﺍﻟﺤﺎﻛﻢ ﻭﻗﺎﻝ : ﺻﺤﻴﺢ ﺍﻹﺳﻨﺎﺩ. ژباړه: چا چې د ظالم مرسته وکړه، په دې موخه چې د باطل په تر سره کولو حق له منځه یوسي؛ نو ارو مرو له هغه نه د الله پاک او د هغه د رسول ذمه بري ده. تشریح: له ظالم سره مرسته دي اړ باسې چې الله پاک دي یواځې پرېږدي، خپل عهد او نبوي پیمان در نه واخلي، له رحمت نه دي بې برخې کړي او د هغه – جل جلاله – د غضب جوګه وګرزې.

د بشریت د ټولني غوره رسول (محمد – صلی الله علیه و اله وسلم) فرمایلي: – ج: ((من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام. رواه الطبراني في الكبير )) ژباړه: څوک چې له ظالم سره د مرستې له پاره روان شي او دی پوهېدی، چې هغه ظالم دی، ارو مرو له اسلام نه ووتی. ته پوهېږې، چې ظلم کلي مشکک دی، لوړه درجه یې کفر او ټیټه یې وړه ګناه ده. بس په هم دومره نصوصو به بسنه وکړم.

صیب! که ځان د دین پوهانو، عالمانو له جامعې او ټولنې نه ګوښی ګڼې، دې سپېڅلي بهیر ته د تنفر، تبغض او کینې په نظر ګورې؛ د هغوی د اتفاق مزی منسجم او منتظم نه غواړې، بلکې د دې سپېڅلي کاروان تشتت او تفرق دي د ژوند له مخینو اهدافو نه وي؛ نه غواړې چې له دې شوم پلان نه لاس په سر شې؛ د سیاپ تګلاره درته تر هر څه ښه برېښي؛ په تېر غیاب د حسرت او ندامت لاسونه مروړې؛ نو لاندې په لیکه لارې چارې ارو مرو عملي کړه: – ا: زموږ په اسلامې ارزښتونو له نیوکې ډډه وکړه! – ب: نبوي دستار (توره پګړۍ) ته ستا سر وړ نه دی، نور یې له پر سر کولو لاس واخله، بل بدیل یې چېرته ولټوه!

– ج: ږیره – چې نبوي زین

ږیره – چې نبوي زینت دی – نور په بال صفا پوډرو یا کوم بل څېږ له مخ نه لیرې کړه! –

د: نیکټایي – کوم چې د پردیو شعار دی – په خپله سینه د پردیو په څېر و ځړوه! –

ه: د پرداګه پر ځای له پتلون نه استفاده وکړه! –

و: په غونډو او نورو اجتماعي ناستو کې د ایت، نبوي حدیث او د هغوی له ژباړې نه په جدي توګه پرهېز وکړه! –

ز: تر څو چې دي په تنه کې ساه چلېږي؛ د جهاد په سپېڅلې کلمه خوله مه خوځوه! –

ح: د تاریخي اتلانو ویاړمنې کارنامې نور د چا په وړاندې مه لوله؛ ځکه زښت شرم دی! –

ط: له مصنَّـفاتو دې د جهاد، قتال فی سبیل الله او… کلمې لا اوس وباسه؛ تر څو د الله پاک د قضا په وړاندې خپل تصنیفات در باندې شاهدي و نه وایي، او د { لم تقولون علی الله ما لا تفعلون} په قضیه کې را ګیر پاتې نشې! –

ي: د نبوي سیرت او صورت له پلي کولو سره د تل له پاره موخه ښه وکړه! – “تلک عشرة کاملة”.

صیب! ما چې په غور ستا ژوند لاره څارلې؛ داسې څه مې پکې نه دي موندلې، چې هغه د تاریخ په پاڼه کې د یو زرین ویاړ په توګه ثبت شي؛ بلکې ما مضی دي دتور تاریخ د عنوان (سرخط) په توګه انځور شوی.

نننۍ تګلاره دي موږ ته درس را کوي، چې تېر غیبوبت دي هم د یو فاسد او کاسد غرض او د یو لړ مادي امتیازاتو د تر لاسه کولو پر محور را څرخيده؛ د “للهیت” د رڼا څرک پکې له ورایه تت ښکاري؛ تل دي معنوي شتمنۍ تر مادي ځار کړې؛ انانیت درنه هرڅه په ارزانه بیه توږلي؛ تر ټولو د پام وړ لا دا، چې اوس دي دماغي توازن هم بایللی. په لومړنۍغونډه کې چې د دریځ په وړاندې را څرګند شوې؛ په یقین ومنه له شرم او حیا نه مې بدن خولې شو؛ – والله اعلم – چې ستا په بدن به څه تېرېده؟! ډېرو وګړو – چې پر تا یې اعتماد او باور کاوه – هلته پر تا اعتماد بایلود، چې د ژبې عفت ته دي درناوی و نه کړ، په تهمت، پیغور او ګوت څنډنو سر شوې…

وېرېږم: ستا ظهور د یوې بلې فاجعې او تورې کرغېړنې بلا زېږنده نشي. په پای کې باید ووایم، چې زه د چا نمایندګي نه کوم، بلکې د اسلامي ټولنې د یو غړي په توګه تاسو ته مخاطِب یم؛ پوهېږم: ستا ښکنځلمار غړي به زما په اړه د ژبې او قلم عفت و بایلي؛ د منطقي ویناوو پر ځای به له بېهوده جملو (غونډلو) نه کار واخلي؛ خو زه د حق د داعي په توګه دې هر څه ته اماده یم؛ له ستر څښتن نه د کامل اجر او ثواب په تمه یم! “و ما علینا الا البلاغ”.

مخکینې مطلب

وايي افغان طالبان د پنجاب او روسيې خلک دي

بل مطلب

کابل کې پر بهرنيو ځواکونو سرتيری بريد شوی

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com