(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۳) الماس خدرخېل
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي، امريکا په افغانستان کې په لوی لاس د داعش ډلې ته د فعاليت اجازه ورکړه.
نوموړي دا څرګندونې يوې هندي ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي او زياته کړې يې ده، چې شاوخوا درې کاله وړاندې د ننګرهار خلکو د داعش له فعاليت او حضور نه شکايتونه کول خو امريکايانو ورباندې چوپتيا غوره کړې وه.
د کرزي په وينا، دوی کوم عکس العمل نه ښکاره ولو سربيره پردې يې هغه خلک او پولې بمبار کړې چې د داعش وسله والو پر وړاندې يې جګړه کوله.
هغه وايي، د بمونو د مور بم غورځول هم يواځې د ازميښت لپاره و او داعش ډلې ته يې کوم زيان نه دی اړولی.
هغه ويلي،له امریکا سر د مهمو تړونونو لاسلیکولو افغانستان ته هيڅ ګټه و نه کړه، د دوی لا ډير سرتیري افغانستان ته راغلل، د خطرناکو بریدونو اجازه ورکړل شوه، چې په وینا یې د حکومت له دې کارونو سره مخالف دی.



















حمیدکرزی دی وس خفل فل نه فوته وی هرسه سی کیژی داده ده له لاسه دی خفله امریکی ته ورغی امریکایانی راواستو اوس وای امریکازمینه برابره که داعش راولی که هرسه خبری سفینی وکی نه خلاسژی ده غازیانوله مرمی