کابل ټکی کام| چهارشنبه، ۱۳ غویی، ۱۳۹۶- په پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر وایي چې امریکایانو د طالبانو په بمبارولو سره داعش په چپرهار ولسوالۍ کې واکمن کړ.
ظاهر قدیر وایي، ”د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ باندې چې کله داعش جنګیالیو حمله وکړه، د امریکایي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د داعش مرستې ته راغلې او پر طالبانو یې برید وکړ.“ قدیر وایي ”کله چې د سپین مسجد په سیمه کې طالبانو داعش جنګیالي محاصره کړل امریکایي بې پیلوټه الوتکو پر طالبانو بمباري وکړه او داعشیان یې د طالبانو له محاصرې نه خلاص کړل.“
قدیر زیاتوي ”چې زه نه پوهیږم امریکایانو ولې طالبان بمبار کړل او داعشیان یې خلاص کړل.“
نوموړي همداراز د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکایانو له لورې د ستر بم (د بمونو مور/ 43 GBU-) کارولو ته په اشارې سره وویل چې امریکایانو یاد بم پر داعشیانو نه، بلکه پر یوه کان غورځولی.
د تیرې شنبې په ورځ داعشیانو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ برید وکړ چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول. خو د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې ”داعش وسله وال د امریکایي الوتکو په مرسته پر چپرهار واکمن شول.“
تر دې وړاندې هم امریکایي الوتکو پر طالبانو بمبار کړی او داعش وسله والو ته یې نجات ورکړی.


















