کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غویی، ۱۳۹۶) خالد وفا
د ناټو سازمان وايي د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار دې نور له خپلو کړنو لاس په سر شي.
تېره ورځ کابل کې د ناټو ځواکونو ملکي استازي په خپره شوې اعلاميه کې وويل چې دوي د حکمتیار او د ملي وحدت حکومت تر منځ د سولې ملا تړ کوي.
په اعلاميه کې راغلي، د افغانستان حکومت له خپلو وسله والو مخالفینو سره د سولې او ثبات لپاره ګامونه پورته کړي وو چې دادی په پایله کې يې ثابته شوه چې گلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شو.
په اعلاميه کې دغه راز ویل شوي چې حکمتیار او د ملي وحدت حکومت دې په ګډه د سولې ټول موارد په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول حکمتیار دی نور له تاوتریخوالي څخه په کلکه ډډه وکړي او قانون ته دي ځان ژمن ثابت کړي.
ناټو وايي، دوی د افغان حکومت په ملګرتیا له ټولو مخالفینو سره د سولې او روغې جوړي ملا تړ کوي، خو په دی شرط چې وسله وال مخالفین هم نور له تاو تریخوالي او جګړو لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د نړۍ نورو جهادي تنظیمونو او ګوروپونو سره دی پریکون اعلان کړي.
د ناټو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې دا هم ويل شوي، چې هغه څوک چې د افغان دولت سره يوځای کېږي، نور جهادي تنظيمونه او ګروپونه دې وغندي، د هغوي په وړاندې دی د افغان او نړیوالو ځواکونو تر څنګ ودریږي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په تیر کال کې هڅې پیل کړې وې تر څو د ګډحکومت سره روغه جوړه وکړي، د دواړو لوریو تر منځ د سولې هوکړه لیک تیرکال امضاء شوی و او دادی چې اوس په عملي ډول رسما تطبیق او په پایله کې د حکمتیار ظهور هم رامنځ ته شو .


















