(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۳) الماس خدرخېل
کابل ښار کې پر بهرنيو ځواکونو سرتيری بريد کې شاوخوا ۸ تنه ووژل شول او د دريو امريکايي پوځيانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان دي.
سرتيری بريد نه نن سهار مهال د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې مربوط د عبدالحق او مسعود څلور لارې تر منځ سرک کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان رامنځته شوه.
د کابل امنيه قومندانۍ وايي،چې بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک کرولا موټر د بهرنيو ځواکونو له موټرو سره جنګولی.
خو تر دې مخکې کابل ټکی کام ته عيني شاهدانو ويلي و، چې بريدګر پلی و او په ځان پورې تړلو منفجره موادو ته يې چاودنه ورکړې ده.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش وايي چې دغه بريد کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه ويشت ۲۵ نور ټپيان دي.
په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ رسنيو ته ويلي،په دغه بريد کې ۳ امريکايي پوځيان ټپيان شوي او يو ټانګ يې ويجاړ شوی دی.
عيني شاهدانو وايي، بريد کې بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله رسيدلې خو د شمير په اړه يې معلومات نشته.
داعش د دغه بريد مسئوليت په غاړه واخيست.
د خراسان لپاره د داعش اړوند مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دې بريد کې ۸ امريکايي عسکر وژل شوي او يو شمير افغان سرتيرو ته هم مرګ ژوبله او ښتې ده.


















