چین د ورېښمو لارې د رغونې لپاره ۱۲۴ ميليارده ډالره اعلان وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲۴) الماس خدرخېل

چين د وريښمو لارې د بيارغونې لپاره د خپل هېواد له لوري د ۱۲۴ ميليارده ډالرو اعلان وکړ.

د چين ولسمشر شي جي پينګ دغه اعلان نن په پيجينګ کې د  “يو کمربند يوه لاره” تر نامه لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې وکړ.

دغه کنفرانس چې د نړۍ د درې لويو وچو نښلونکې پروژې نړيوال کنفرانس يې بولي، پکې د نړۍ د ٣٠ هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو استازو برخه اخيستې ده.

د پژواک د راپور له مخې په دغه کنفرانس کنفرانس کې د افغانستان له لوري د زېربنا، معلوماتي ټکنالوجۍ او بشري سرچينو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر محمد همايون قيومي په مشرۍ پلاوي برخه اخيستې ده.

د شي جينګ په وينا تر اوسه د وريښمو د لارې په اړه تر ۵۰ هېوادونو پورې د همکارۍ لاسليکونه کړي دي.

د ورېښمو د تاريخي لار د بيا فعالولو پلان د چين د اوسني ولسمشر له خوا په ٢٠١٣ زېږديز کال کې وړاندې شوى او نن يې ورته عملي بڼه ورکړه او رسماً يې پرانيست.

د چين ولسمشر دغه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دغه پروژه به اسيا، اروپا او افريقا له يو بل سره ونښلوي او له اقتصادي اړخه به يې ګټې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته ورسېږي.

نوموړي له دغې پروژې سره د خپل هېواد له لوري د ١٢٤ ميليارده ډالرو ورکولو اعلان وکړ او وې ويل، چې له يادې پروژې له تکميل سره به د ازادۍ سوداګرۍ لپاره لاره هواره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button